پولنډ په پام کې لري د اوکرایني کډوالو نه د استوګنې او خواړو پیسې واخلي

د پولنډ حکومت په پام کې لري چې له هغو اوکرایني کډوالو څخه چې تر څلورو میاشتو زیات په دغه هېواد کې د کډوالو د استوګنې په مرکزونو کې اوسېږي، د خوړو او سرپناه بدل واخلي.

1912724
پولنډ په پام کې لري د اوکرایني کډوالو نه د استوګنې او خواړو پیسې واخلي

د پولنډ حکومت په پام کې لري چې له هغو اوکرایني کډوالو څخه چې تر څلورو میاشتو زیات په دغه هېواد کې د کډوالو د استوګنې په مرکزونو کې اوسېږي، د خوړو او سرپناه بدل واخلي.

د پولنډي رسنیو د خبر له مخې دغه طرحه چې د کډوالو په اړه ځینې پرېکړې او په بودیجه کې د هغوی انعکاس په کې شامل دی، د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوه.

په دې اساس، د اوکراین اتباع چې په پولنډ کې د ډله ایز هستوګنې مرکزونو کې پاتې کیږي باید د استوګنې او خواړو لګښتونو کې برخه واخلي.

هغه کسان چې د دولت لخوا تمویل شوي استوګنځي کې د ۱۲۰ ورځو څخه ډیر پاتې کیږي، لکه د ښوونځي لیلیه او د هوټل خونه، باید ۵۰ سلنه لګښت پخپله ورکړي. همداشان هغه کسان چې پدې استوګنځایونو کې د ۱۸۰ ورځو نه ډیر پاتې کیږي د هغوې نه به ۷۵ سلنه لګښت اخیستل کیږي. د هغه کسانو نه چې ۵۰ سلنه لګښت ورکوي د ورځې ۸ ډالره او ۸۳ سنټه او هغه کسان چې ۷۵ سلنه لګښت ورکوي د هغوې نه به ۱۳ ډالره او ۲۵ سنټه اخیستل کیږي.

همداشان زاړه  ، هغه معیوبین چې کار نشي کولی او میندوارې ښځې ددې پیسو نه استثنا دي.

د بله پلوه د پولنډ د ټولنیزې بیمې ادارې ویلي دي چې د اوکراین هر وګړی پولنډ ته د راتګ او یا د وتو اسناد باید وښايي. هر هغه اوکرایني وګړی چې خپل هیواد ته ستنیږي هغه باندې به مرستې پرې کیږي.

تمه کیږي چې دا نوي مقرارات د د ۲۰۲۳ کال د مارچ د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره نافذ شي.

د پولنډ د وزیرانو د شورا لخوا تصویب شوې پریکړې به د تایید لپاره پارلمان ته واستول شي. د پارلمان لخوا د تصویبیدو نه وروسته به دا مقرارات رسمي بڼه خپله کړي

 

د فبرورۍ په ۲۴ مه د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې، له اوکراین څخه اته میلیونه کډوال پولنډ ته داخل شوي دي. ډیری یې یا خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او یا یې په لویدیځو اروپایي هیوادونو کې پناه اخیستې ده.

ویل کیږي چې دا مهال شاوخوا 1.5 میلیون اوکراینیان د پولنډ په خاوره کې ژوند کوي.



اړوند خبرونه