په امریکا کې د وسله والو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه ډیره زیاته لوړه شوې
په امریکا کې د وسله والو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه په تیرو ۳۲ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

په امریکا کې د وسله والو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه په تیرو ۳۲ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
د هارورډ پوهنتون لخوا په ترسره شوې څیړنه کې معلومه شوې ده چې ، په امریکا کې د انفرادي وسله وال کیدو بهیر ګړندۍ شوی دی، او ډیری په مړینو کې د وسله والو بریدونو په نتیجه کې د مړینو کچه په تیرو ۳۲ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
همداشان په مړینو کې د نارینو په پرتله د ښځو د مړینو کچه لوړه شوې ده .
د څیړنې په نتیجه کې په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې په امریکا کې په تیرو ۳۲ کلونو کې له یو میلیون ډېر کسان د وسلو په ډزو وژل شوي.په راپور کې راغلي دي په وسله والو بریدونو کې د وژل شویو کسانو نږدې ۱۴ سلنه ښځې وې، په او ۴۵ سلنه نارینه وو.
په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې بیا په وسله والو بریدونو کې د میرمنو وژنې په تورپوستو میرمنو کې درې برابره لوړې شوي دي.
په څېړنه کې ویل شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ټوپک په زور د ځان وژنې پېښې دوه برابره شوې دي.
کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې د امریکا نفوس مخ په زیاتېدو دی، په دغه هېواد کې د وسله والو د مرګ ژوبلې کچه هم مخ په ډېرېدو ده.
په څیرنه کې دا هم معلومه شوې ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر مهال وسله والو بریدونو او وژنو کچه لوړه شوې ده .
څیړنه د نوامبر په ۲۹ مه د JAMA Network Open په ژورنال کې خپره شوه.
اړوند خبرونه

د روسېې او اوکراین ترمنځه د بندیانو تبادله ترسره شوه
د روسیې او اوکراین ترمنځه د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۱۱۶ تنه اوکرایني پوځیان خوشې شول