د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د چړو په واسطه درې جلا جلا بریدونه رامنځته شوي دي.
په بلجیم کې په درې جلا جلا بریدونو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د چړو په واسطه درې جلا جلا بریدونه رامنځته شوي دي.
د بروکسل د اندرلچت ولسوالۍ په ویوید سیمه کې چې یوه بریدګر په چړې سره د بروکسل د سیمه ییزې ادارې اړوند د سپورتي مرکز څخه په راوتلو خلکو برید وکړ. د پیښې نه وروسته د پېښې ځای ته د پولیسو او روغتیايي ټیمونه واستول شول. مسئولینو ویلي دي چې پدې پيښه کې ۳ تنه ټپیان شوي، چې د یو تن روغتیايي حالت نازک دی. ويل کيږي چې بريدګر له سيمې تښتيدلي او تراوسه پورې نه دي نيول شوي.
همداشان د لومړني برید نه شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته د ګېلس په بیتلیم چوک کې یو بریدګر په یو تن د چړې سره برید وکړ او د پیښې د ځای نه وتښتید. پولیسو ویلي دي پیښې قرباني د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی دی. تر دې برید لږ وروسته د کډوالو په یوه مرکز کې د دوو کسانو تر منځ جګړه وشوه. د مسئولینو په وینا پدې جګړه کې هم یو تن په بل کس د چړې برید وکړ چې ځای په ځای يي ژوند د لاسه ورکړ.
په داسې حال کې چې د پرله پسې بریدونو په اړه تر اوسه هر اړخیزې څرګندونې نه دي شوي، خو څارنوالۍ ویلي چې تر اوسه یې ددې بریدونو په تړاو څوک نه دي نیولي . ددې بریدونو د جزیاتو به اړه د څه ویلو نه ډډه شوې . دا لا معلومه نده چې دا بریدونه د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري او که نه؟
اړوند خبرونه

روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.