روسیې په روانه جګړه کې اوکراین ته د اړولو زیانونو شمیره اعلان کړه

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، دوی تېره ورځ د اوکراین پر پوځي مدیریت او د انرژۍ پر سیسټمونو د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په وسیله برید وکړ.

1911006
روسیې په روانه جګړه کې اوکراین ته د اړولو زیانونو شمیره اعلان کړه

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، دوی تېره ورځ د اوکراین پر پوځي مدیریت او د انرژۍ پر سیسټمونو د اوږد واټن ویشتونکو وسلو په وسیله برید وکړ.

ایګور کوناشینکوف د روسیې او اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځي ځواکونو د فعالیتونو په اړه څرګندونې وکړې.

کوناشینکوف وویل چې دوی د اوکراین پر ضد توغندیز بریدونه کړي دي.

"د روسیې وسله والو ځواکونو، د نوامبر په ۲۳ مه نيټه د هوا، سمندر او ځمکې څخه د اوږد واټن لوړ او  دقیق حساسیت خاوندو وسلو سره د اوکراین د پوځي مدیریت سیسټمونو او د دې سیسټمونو پورې اړوند د انرژۍ زیربنا عناصرو باندې لوی برید ترسره کړل."

کوناشینکوف، وویل  چې د برید هدفونه ترلاسه شوي او ټول ټاکل شوي عناصر په نښه شوي،

"د برید په پایله کې، د اوکراین د وسله والو ځواکونو د اورګاډو په واسطه هغو سیمو ته د بهرنیو وسلو، پوځي تجهیزاتو او مهماتو د لیږد مخه ونیول شوه چې جګړه پکې دوام لري."

ایګور کوناشینکوف ادعا کړې چې دوی د اوکراین په پلازمېنه کیف کې پر اهدافو بریدونه نه دي کړي.

کوناشینکوف د دې په بیانولو سره ټینګار وکړ چې  د کوپینسک، کراسني لیمان او دونیتڅک په جنوب کې د اوکرایني ځواکونو بریدونه په شا تنبول شوي .  کوناشینکوف ادعا وکړه چې دلته په نښتو کې تر ۱۲۰ زیات اوکرایني سرتیري وژل شوي او زیات شمیر پوځي تجهیزات له منځه تللي دي.

د روسیې دفاع وزارت  ویاند ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د پوځ څلور بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي.

"تر اوسه پورې، اوکراین ۳۳۳ الوتکې، ۱۷۷ چورلکې، ۲۵۵۸ بې پیلوټه الوتکې، ۳۹۰ د هوایی دفاع توغندیو سیسټمونه، ۶۷۹۱ ټانکونه او زغره وال موټرونه، ۹۰۲ ملټي بیرل راکټ لانچرونه، ۳۶۱۶ اوبوس او هاوان توپونه  او ۷۳۴۰  پوځي وسایط، ویجاړ کړي دي."


پيوندونه: #جګړه , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه