اروپايي ټولنه اوکراین ته ۱۸ میلیارده ایرو پور ورکوي

د اروپا پارلمان  د اروپایی اتحادیې  لخوا اوکراین ته  چې د روسیې سره په جګړه کې ښکیل ده د ۲۰۲۳  کال لپاره د ۱۸ میلیارد یورو پور ورکول تصویب کړل.

1910838
اروپايي ټولنه اوکراین ته ۱۸ میلیارده ایرو پور ورکوي

د اروپا پارلمان  د اروپایی اتحادیې  لخوا اوکراین ته  چې د روسیې سره په جګړه کې ښکیل ده د ۲۰۲۳  کال لپاره د ۱۸ میلیارد یورو پور ورکول تصویب کړل.

د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپا د پارلمان  په عمومي غونډه کې  په رایه اچونه اوکراین ته د پور ورکولو مسوده  د ۳۸  مخالفو رایو په  مقابل کې د ۵۰۷ استازو د موافقو رایو سره تصویب شوه.

اروپايي ټولنه په پام کې لري چې اوکراین ته هره میاشت یو نیم میلیارده ایرو ورکړي  .

اوکراین د ۲۰۲۳ کال لپاره په میاشت کې د ۳ نه تر ۴ میلیاردو ایرو پورې بودیجې ته اړتیا لري چې دا پيسې به د هغوې نیمايي اړتیاوې پوره کړي.

د ویلو ده چې دا پیسې به په لومړي سر کې د عامه خدماتو د دوام ډاډمنولو  لکه روغتونونه او ښوونځي، بې ځایه شویو ته د سرپناه چمتو کول، د لوی اقتصادي ثبات ساتل او په اوکراین کې د ویجاړ شوي ملکي زیربنا بیا رغولو په څیر په برخو په مصرف ورسیږي.

د اروپايي تولنې لخوا اوکراین ته ددې پور ورکولو لپاره د اروپا د شورا تاییدي هم لازمي ده. د اروپا شورا هم باید دا مسوده د رایو په اکثریت سره تصویب کړي.

د اروپا د پارلمان د معلوماتو له مخې اروپايي ټولنې او غړیو هیوادونو يي د روان کال د فبروري د ۲۴ مې نیټې راهیسې د اوکراین سره ۱۹ عشاریه ۷ میلیارده ایرو مرسته کړې ده.



اړوند خبرونه