روسیې د اروپا په پارلمان سایبري بریدونه کړي دي
د اروپا پارلمان مشرې رابرټا میټسولا اعلان وکړ وروسته له هغې چې د اروپا پارلمان روسیه د "ترهګرۍ ملاتړی هیواد" اعلان کړ سایبري بریدونه پرې شوي دي.
د اروپا پارلمان مشرې رابرټا میټسولا اعلان وکړ وروسته له هغې چې د اروپا پارلمان روسیه د "ترهګرۍ ملاتړی هیواد" اعلان کړ سایبري بریدونه پرې شوي دي.
رابرټا میټسولا خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ،
" د اروپا پارلمان د یو پیچلي سایبري برید لاندې دی. (د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ) کرملین پلوه د هکرانو یوې ډلې ددې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی."
میټسولا وویل چې د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصین د برید سره مبارزه کوي.
"دا وروسته له هغه وشوه چې موږ روسیه د "ترهګرۍ ملاتړی هیواد" په توګه اعلان کړ.
میټسولا په خپور کړي بیان کې وویل چې روسیې ته "زما ځواب دا دی: سلاوا اوکرایني (اوکراین زنده باد)".
د اروپا پارلمان د فرانسې په سټراسبورګ په ښار کې په خپله عمومي جلسه کې هغه مسوده چې روسیه پکې د غیر انساني او ظالمانه کړنو په تور د ترهګرۍ ملاتړ کونکي هیواد په توګه د اعلانولو غوښتنه شوې وه د ۵۸ مخالفو رایو په مقابل کې د ۴۹۴ موافقو رایو تصویب کړه.
پدې ډول د اروپا پارلمان روسیه د ترهګرۍ ملاتړي هیواد په توګه اعلان کړ.