امریکا د اوکراین سره ۴۰۰ میلیونو ډالرو اضافي مرسته وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ چې دوی به اوکراین ته د امریکا  له پوځ څخه ۴۰۰ میلیونه ډالره اضافي مهمات او تجهیزات ورکړي.

1910418
امریکا د اوکراین سره ۴۰۰ میلیونو ډالرو اضافي مرسته وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ چې دوی به اوکراین ته د امریکا  له پوځ څخه ۴۰۰ میلیونه ډالره اضافي مهمات او تجهیزات ورکړي.

انتوني بلینکن په خپل لیکلي بیان کې وویل:

"امریکا  له اوکراین سره اضافي پوځي مرستو ملاتړ ته دوام ورکوي ترڅو اوکراین له ځانه دفاع وکړي."

بلینکن وویل چې دوی  د ولسمشر جو بایډن لخوا ورته د ورکړ  شوي واک له مخې د ۲۶م ځل لپاره د امریکا د پوځ د وسلو او تجهیزاتو  څخه د اوکراین سره مرسته وکړي. هغه ویلي چې د اوکراین د پوځ سره به د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اضافه مرسته وشي. پدي مرستو کې مهمات او هوايي دفاعي وسلې او تجهیزات شامل دي.

انتوني بلینکن ویلي چې له دې بستې سره به له اوکراین سره د پوځي مرستو اندازه کابو ۱۹،۷ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

بلینکن ددې خبرې په ټینګار سره چې توپچي مهمات، دقیق شاټونه، د هوايي دفاع توغندي او تاکتیکي وسایط د جګړې په ډګر کې اوکراین ته ګټه رسوي.

هغه وویل چې فرانسه او انګلستان هم زمونږ په هڅو کې برخه اخلي. د انګلستان لومړي وزیر رشي سوناک اوکراین ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ددې هیود سره د ۵۰ میلیون پونډو د هوايي دفاعي سیسمونو د مرستې ژمنه وکړه. ددې سربیره سویډن هم د اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د هوايي دفاعي سیستمونو د مرستې ژمنه وکړه.  هغه وویل چې مونږ به د اوکراین نه د خپل ځان نه په ښه توګه د دفاع کولو په برخه کې مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړو. دا چې دا جګړه هر څومره دوام کوي مونږ به د اوکراین نه ملاتړ ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه