د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

روسیې او اوکراین په متقابله توګه د یو بل جنګي اسیران خوشې کړل

1910433
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

د روسیې د دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اوکراین لوري سره د خبرو په پایله کې ۳۵ روسي پوځیان خوشي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سرتېري به د دغه وزارت اړوند د الوتکو په واسطه پلازمېنې مسکو ته د لازمو طبي او رواني مرستو په موخه ولېږدول شي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرماک په ټیلیګرام پاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "موږ خپل ۳۶ اتباع چې یو یې ملکي وګړی او ۳۵ پوځیان وو، خپلو کورونو ته راوستل."

یرمک دې ته په اشارې سره چې په دوی کې هغه کسان هم شامل وو چې د اوکراین په ماریوپول کې د ازوستال په فابریکه کې جنګیدل او د جګړې په لومړیو ورځو کې د چرنوبیل اټومي بټۍ کې نیول شوي وو، یرمک ټینګار وکړ چې دوی پدې وتوانیدل چې د تیرو ۸ میاشتو راهیسې د روسیې سره اسیر خپل وګړي وژغوري.

د نوامبر په دریمه هم د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په چوکاټ کې، ۱۰۷ روسي او ۱۰۷ اوکرایني سرتیري په متقابل ډول خوشي شوي وو.



اړوند خبرونه