په اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۶۲ تنو ته لوړه شوه

د اندونیزیا په لوېدیځ جاوا ایالت کې د تېرې ورځې د ریښتر په کچه د  ۵.۶ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۶۲ ته لوړه شوه.

1909229
په اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۶۲ تنو ته لوړه شوه

د اندونیزیا په لوېدیځ جاوا ایالت کې د تېرې ورځې د ریښتر په کچه د  ۵.۶ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۶۲ ته لوړه شوه.

د اندونیزیا د لوېدیځ جاوا ایالت کې  په سیانجور سیمه کې د  ریښتر په کچه د ۵.۶ درجې په شدت سره  زلزله زلزله رامنځته شوه چې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لوېدیځ جاوا ایالت والي رضوان کامل ویلي، په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۲ ته رسېدلی دی.

په لويديځ جاوا کې د زلزلې له امله تر ٧٠٠ زيات کسان ټپيان شوي، له ١٣ زرو څخه زيات کسان بې کوره شوي او له ٢٢٠٠ څخه زيات کورونه زيانمن شوي دي.

په داسې حال کې چې د لټون او ژغورنې چارې دوام لري، ښايي د تلفاتو او ټپیانو شمېر لوړ شي.

په ۲۰۱۸ کال کې د اندونیزیا په سولاویسی ټاپو کې د ۷.۵ درجې زلزلې او ورپسې سونامي کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۴۰۰۰ ډېر ټپیان شول.


پيوندونه: #اندونیزیا , #زلزله

اړوند خبرونه