امریکا د روسیې لخوا د اوکراین پر ملکي بڼسټونو د بریدونو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن او د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د اوکراین د دفاعي تماس ډلې سره تر لیدنو وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

1907353

د امریکا دفاع وزیر آستین په خبري کنفرانس کې په خپله وینا کې له اوکراین سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، موږ نن د اوکراین له دفاعي تماس ډلې سره خپله اوومه غونډه وکړه او دا یوه ډېره بریالۍ غونډه وه.

هغه وویل چې د روسیې بریدونه زمونږ هوډ او عزم لا پسې پیاوړی کوي. مونږ به د د اوکراین نه چې د خپل ځان د دفاع حق او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د نړیوال نظم نه د دفاع حق لري ملاتړ ته دوام ورکړو. روسیې په اوکراین کې د توغندیو یو بل باران پیل کړی، په ځانګړې توګه د اوکراین ملکي بنسټونه په نښه کوي چې دا د منلو وړ خبره نده. اوکراین د خپل ځان نه  د دفاع اساسي حق لري. امریکا به د اوکراین له خلکو سره همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي،»

اسټین وویل چې د اوکراین د تماس د ډلې غونډو د اوکراین د خلکو او د خپلو اتباعو د دفاع په برخه کې یې د پام وړ مثبتې نتیجې لري دي، مونږ یو ځل بیا د اوکراین د خلکو نه خپل قوي ملاتړ څرګندوو چې په خپل هیواد کې په آزاده توګه ژوند وکړي. د اوکراین د فاعي تماس ډلې  هیڅ یو غړی نه غواړي په داسې نړۍ کې ژوند وکړي چیرې چې لوی هیوادونه خپل سوله ایز ګاونډیان له مینځه یوسي.مونږ به د پوتین امپریالیست بریدونه او  تیري د یو ډول نوي معمول په توګه ونه منو، ددې پر مقابل کې   به د اوکراین نه  د ځان د دفاع په برخه کې  قوي ملاتړ ته دوام ورکړو. "مونږ به د هغو استعدادونو ملاتړ ته دوام ورکړو چې دوی د ځان  نه د دفاع لپاره ورته اړتیا لري. مونږ به د اوکراین د خلکو د ازادۍ له مبارزې سره مرستې ته دوام ورکړو."

اړوند خبرونه