د ناټو مشر : که چیرې اوکراین د روسیې سره مذاکراتو شرایط ومني مونږ به ترینه ملاتړ وکړو
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین او روسیې ترمنځه د احتمالي خبرو اترو پيلیدو په اړه د ناټو سازمان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین او روسیې ترمنځه د احتمالي خبرو اترو پيلیدو په اړه د ناټو سازمان د دریځ په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې زمونږ لپاره مهم د اوکراین غوښتنه ده. که شرایط ومنل شي مونږ به د اوکراین ملاتړ وکړو.
سټولټنبرګ دا څرګندونې د هالنډ د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر ووپک هوکسټرا او د دفاع له وزیر کاجسا اولونګرین سره له کتنې وروسته خبري غونډه کې وکړې.
سټولټنبرګ وویل، د روسیې لخوا له خرسون نه د خپلو ځواکونو ویستل او خپله دفاعي کرښه د نیپرو سیند کیڼ اړخ په شا کول د اوکراین لپاره یوه ډیره مهمه او ښه بریا ده. سربیره پر دې دا مسئله له اوکراین سره د مرستو د دوام لپاره یې موجوده تګلاره لا پسې پیاوړې کوي.
سټولټنبرګ وویل: "ډیری جګړې د مذاکراتو د میز په سر پای ته رسیږي، مګر د مذاکراتو د میز پرمختګونه په بشپړه توګه د جګړې د ډګر د وضعیت پورې تړلي دي." هغه وویل لکه څنګه چې د اوکراین پوځ په جګړه کې بریالی کیږي، په خبرو اترو کې به یې لاسونه پیاوړي شي.
ستولتنبرګ د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې اوکراین له روسیې سره د خبرو میز ته د کښېناستلو ښه فرصت درلود وویل"د اوکراین خلک د جګړې بیه او بدل پرې کوي. له همدې امله باید اوکراینیان پریکړه وکړي چې کله او په کومو شرایطو خبرې اترې پیل کړي."
ستولتنبرګ زیاته کړه "که چیرې شرایط د اوکراین لخوا ومنل شي، مونږ به یې ملاتړ وکړو. زموږ دنده دا ده چې د اوکراین عاید زیات کړو."
سټولټنبرګ له اوکراین سره د مرستو د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
اړوند خبرونه

په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې له مخې د قرانکریم سوځول او پرې برید کول منع شي تصویب شوه
په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې د سپېڅلو کتابونو سوځول او پرې برید کول منع کوي تصویب شوه.