روسیې د "موجوده واقعیتونو سره سم" له اوکراین سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د اوکراین سره د مذاکراتو په اړه ارزونې وکړې

1904632
روسیې د "موجوده واقعیتونو سره سم" له اوکراین سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

روسیې د "موجوده واقعیتونو سره سم" له اوکراین سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

د روسیې د  بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زخارووا، په پلازمینه مسکو کې په اونیزې خبري غونډه کې  د مهمو مسئلو په اړه معلومات ورکړل.

ماریا زاخارووا د جرمني د هغو څرګندونو په ارزولو سره چې ویلي یې دي "روسیه له اوکراین سره خبرو اترو ته چمتو نه ده"، وویل چې د هغوې په دریځ‌ کې کوم بدلون ندی راغلی .

زاخارووا ویلي چې دوی له اوکراین سره خبرو ته چمتو دي. هغې زیاته کړه ،

"موږ هېڅکله د خبرو اترو نه لاس ندی اخیستی. البته، موږ چمتو یو چې د هغو واقعیتونو په پام کې نیولو سره خبرې وکړو چې اوس راڅرګندېږي."

زاخارووا دې ته په اشارې سره چې آلمان اوکراین ته د وسلو استولو ته دوام ورکوي، وویل: «آلمان  پر ځای ددې چې د کیف ادارې پر وړاندې د خپل نفوذ نه کار واخلي‌ او خبرو ته يي وهڅوي کیف  ته د وسلو د مختلفو سیسټمونو رسولو ته ادامه ورکوي، د جرمني اداره د خپل هیواد د قوانینو پر خلاف چې د کړکیچ او جګړو سیمو ته د وسلو استول منع کوي‌ کیف ته وسلې ورکوي.

د روسیې ویاندې د امریکا هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي‌ دي  "شمالي کوریا په اوکراین کې د کارولو لپاره روسیې ته وسلې استولې". وویل ،

"د دې ادعاوو لپاره روښانه دلیل نه دی وړاندې شوی او نه هم وړاندې کیدی شي. ځکه چې د امریکا د استازو څرګندونې په بشپړه توګه درواغ دي."

زخارووا زیاته کړه چې " امریکا  په شمالي کوریا د بندیزونو لګولو لپاره بهانه جوړوي."



اړوند خبرونه