د صربستان ولسمشر: داسې شواهد شتون لري چې زما د وژنې پلان جوړ شوی وو

د صربستان : داسې شواهد او اسناد مو موندلي‌ دي‌ چې زما د وژنې پلان جوړ شوی وو

1904654
د صربستان ولسمشر: داسې شواهد شتون لري چې زما د وژنې پلان جوړ شوی وو

د صربستان  ولسمشر الکساندر ووچیچ وویل داسې شواهد او راپورونه ترلاسه کړي‌ دي‌ چې د ده د وژنې پلان جوړ شوی دی  شواهد لري او اړوندې ادارې پوهېږي چې دا پلان د چا لخوا جوړ شوی دی.

الکساندر ووچیچ په پلازمینه بلګراد کې په خپلو څرګندونو کې وویل چې تیر کال د سټیفن نیمانجا د څلي‌  د پرانستلو  په مراسمو کې  د وژلو پلان جوړ شوی وو. هغه وویل چې

"پدې اړه شواهد شتون لري. نوي معلومات به هم راشي. د تیلیفونونو څخه نوې ډیټا ډاونلوډ شوې. پدې ډیټا کې پر ما  د برید په اړه خبرې کیږي."

ووچیچ دې ته په اشارې سره چې دا هم معلومه وه چې د چا له خوا ددې د  وژنې پلان جوړ شوی دی "زه د پرانیستو د مراسمو  په ورځ په ډیر آرام سره د خلکو په منځ کې ګرځم. ما د مرمۍ ضد واسکټ هم نه و اغوستی، هیڅکله به په خپل هیواد کې د مرمۍ ضد واسکټ وانه غوندم.


پيوندونه: #وچیچ , #صربستان

اړوند خبرونه