د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  کوسوو او صربستان ته خبرداری ورکړ.

د کوسوو او صربستان ترمنځه یو ځل بیا تاوتریخوالی ډیر شوی دی

1903372
د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  کوسوو او صربستان ته خبرداری ورکړ.

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ  کوسوو او صربستان ته خبرداری ورکړ.

پداسې حال کې چې د کوسوو او صربستان  ترمنځ  د موټر د لمبر پلیټ په اړه  تاوتریخوالی یو ځل بیا راپورته شوی، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کوسوو له لومړي وزیر البین کورتي او د صربستان د  ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په تلیفون خبرې وکړې. سټولټنبرګ د نوموړو ټیلیفوني‌ خبرو په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې  "ما له دواړو  څخه وغوښتل چې د یو اړخیزو اقداماتو څخه چې کیدای شي تاوتریخوالی زیات کړي ډډه وکړي. ځکه چې  خبرې اترې د پرمختګ یوازینۍ لار ده".

د ناټو  سازمان مشر ویلي‌ دي‌ چې په سیمه کې به د ناټو سوله ساتې ځواکونه د هر ډول احتمالي‌ جګړې د مخنیوي‌ په خاطر د  تیارسي‌ په حال کې  وي.

د کوسوو او صربستان ترمنځ د موټرو د لمبر پلیټ  له کړکیچ وروسته، د کوسوو په شمال کې د صربستان سیاسي استازو اعلان وکړ چې دوی به د کوسوو په شمال کې پارلمان، حکومت، ښاروالۍ، قضایي ارګانونو، پولیسو او اداري واحدونو سره تر هغه وخته بایکاټ کړي‌ تر څو کومه چې د صربیانو د ښاروالیو ټولنه جوړه شوې نوي. پرون، د کوسوو ۳۰۰ تنو  صربي  پولیس افسرانو چې په شمالي کوسوو کې د جرینجي او برنجاک په سرحدي پوستو کې کار کوي، او نن د صربستان لیست ګوند لسو تنو ، چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ټاکنو کې په اساسي قانون کې د صربیانو لپاره ځانګړي شوي پارلمان کې ۱۰ څوکۍ ګټلې، وې  استعفا ورکړه.

د ویلو ده چې د کوسوو حکومت پریکړه کړې چې ددینه وروسته پدې هیواد کې میشت هرڅوک ، په شمول د صربیانو چې د خپلو موټرو لپاره ، د کوسوو جواز او لمبر  پلیټ ولري. د کوسوو د حکومت دې پریکړې پدې هیواد کې میشتو   صربیانو غبرګون راوپارو. د بله پلوه  صربستان هم د دې پریکړې مخالفت کوي . په هیواد کې میشتو صربیانو د کوسوو د حکومت ددې پریکړې په غبرګون کې د هیواد په شمال کې پولې تړلې وې او په مظاهرو او لاریونونو يي لاس پورې کړی وو.

د کوسوو حکومت د تاوتریخوالي‌ له امله د خپلې پریکړې د ځنډولو نه خبر ورکړی وو.


پيوندونه: #ناټو , #صربستان , #کوسوو

اړوند خبرونه