د ناټو سازمان مشر تورکیې ته راغلی دی
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس ستولتنبرګ چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی وو د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس ستولتنبرګ چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی وو د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پدې خبرې غونډه کې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه وويل " د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه ددې دوو هیوادونو لخوا شوي ژمني تر اوسه پورې په ټوله معنا عملي شوي ندي. په هغه عناصرو چې په هوکړه لیک کې پر توافق شوی وو هغه هم پر ځای شوي ندي."
چاوش اوغلو په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یادونه وکړه چې درې اړخیز تفاهم لیک د جون په ۲۸مه د ناټو د مادرید په سرمشریزه کې د تورکیې، فنلنډ او سویډن له خوا لاسلیک شو او په دې متن کې ویل شوي چې فنلنډ او سویډن باید په دې اړه بشپړ ګامونه پورته کړي.
چاوش اوغلو وویل دا باید هیر نشي چې په دې برخه کې ځينې ګامونه پورته شوي دي خو کافي ندي.
"د سویډن لخوا د تورکیې پر وړاندې د وسلو د بندیز لرې کول یو مهم ګام دی او دوی زمونږ د یو یا دوو شرکتونو غوښتنلیکونه مثبت ارزولي دي. له بلې خوا دوی په قانون کې هم بدلون راوستی دی. خو دا ممکنه نه ده چې ووایو چې ددې تړون ټول عناصر د دغو دوو هیوادونو لخوا په بشپړه توګه پلي شوي دي."
هغه د دې په ټینګار سره وویل چې تورکیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ناټو د پراختیا نه په کلکه ملاتړ کوي، خو زمونږ هدف د فنلینډ او سویډن لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مهم ګامونه پورته کول دي".
د بله پلوه د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې "تورکیه د ناټو یو مهم متحد او غړی دی او زمونږ په ګډ امنیت کې لویه مرسته کوي." فنلنډ او سویډن به له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د انقرې اندېښنې رفع کړي.
اړوند خبرونه

په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې له مخې د قرانکریم سوځول او پرې برید کول منع شي تصویب شوه
په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې د سپېڅلو کتابونو سوځول او پرې برید کول منع کوي تصویب شوه.