په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې

په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې چې دویم پړاو ته غځیدلې وې ، ترسره شوې او د ټاکنو پایلې اعلان شوې.

1899721
په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې

په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې چې دویم پړاو ته غځیدلې وې ، ترسره شوې او د ټاکنو پایلې اعلان شوې. د اعلان شوو پایلو له مخې په دویم پړاو کې ددې هیواد پخواني ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دا سلو د نوي‌ ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کیڼ اړخی لوئیز اناسیو لولا دا سلوا، چې یو له پخوانیو ولسمشرانو څخه دی، د برازیل د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د ۵۰،۸۳ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شو. د هغه رقیب موجود ولسمشر بیا د ۴۹ عشاریه ۱۷ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره په ډیر کم توپیر کې سیالي‌ وبایلله.

د برازیل د ټاکنو د کمسیون  لخوا  د خپور شوو شمیرو له مخې  د رایو د صندقونو د پایلو له مخې، چې ۹۸.۹ سلنه یې پرانیستل شوي، لولا ۵۰.۸۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هغه سیال ولسمشر جیر بولسونارو ۴۹.۱۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو  کمیسیون ویلي‌ دي‌ چې پاتې نه شمیرل شوې رایې د د ټاکنو په پایله کومه اغیز نه لري‌ د همدې امله ټاکنې لولا ګټلي‌ دي.

لولا، چې مخکې یې هم دوه دورې  په برازیل کې واکمني کړې ده، د ډیر کم توپیر سره ټاکنې وګټلې.

لولا په خپل ټویټر حساب کې د د برازیل بیرغ "ډیموکراسۍ" نوټ سره شریک کړ.

لوئیز اناسیو لولا دا سلوا به د جنوري په لومړۍ نیټه به په خپله دنده پيل وکړي.

۷۷ کلن لولا دا سلوا چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځه  دوه دوره د برازیل د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې چې وروسته پر  خلاف د فساد  دعوا پرانیستل شو. هغه  د فساد د قضیو له امله په یو نیم کال بند محکوم شو . د فساد د قضیو د حل کیدو نه وروسته هغه یو ځل بیا ځان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د برازیل نوي‌ ولسمشر لولا ته په ټاکنو کې د بري‌ له امله مبارکي‌ وویله.



اړوند خبرونه