ملګري ملتونه : د میانمار نه تښتیدلي وګړي باید بیرته په زور سره خپل هیواد ته وانستول شي

ملګرو ملتونو ویلي، په میانمار کې د بشري ناورین له امله نورو هېوادونو ته پناه وړي د میانماري وګړي ، باید په زوره بېرته خپل هیواد ته وانستول شي.

1898367

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د اکتوبر په شپږمه د ملګرو ملتونو له لارې مالیزیا ته د پناه شوو دوو تنو میانمار وګړو د جبري شړلو په اړه خبرې وکړې.

ترک د دې خبرې په ټینګار سره  وویل چې  په میانمار کې   له پوځي کودتا  وروسته ډیری خلک  له تاوتریخوالي، بې ثباتۍ او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي،

"اوس لا ددې  وخت نه دی چې مونږ  څوک میانمار ته واستوو."

ترکي ټینګار وکړ چې ډیری مدني  فعالین چې په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې او هغه کسان چې د میانمار له پوځ څخه تښتیدلي دي که دوی بیرته خپلو هیوادونو ته راستانه شي له لوی خطر سره به  مخ شي.

د یادولو وړ ده چې په میانمار کې بشري ناورین د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ژوریږي.

"پداسې یو وضعیت او حالت کې اړینه ده چې هیوادونه دې خلکو ته قانوني حیثیت ورکړي، پرته له دې چې دوی درد او خطر ته واستوي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې سلګونه میانماریان له مالیزیا څخه د دوی د خوښې خلاف شړل شوي دي.

اړوند خبرونه