د سوډان په شین نیل سیمه کې په قومي شخړو کې ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په سوډان کې په وروستیو نښتو کې تر ۲۵۰ تنو ډیر کسان وژل شوي دي

1897131
د سوډان په شین نیل سیمه کې په قومي شخړو کې ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سوډان په شین نیل سیمه کې په قومي شخړو کې ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لاریون کوونکو د دغه ایالت مرکز دیمازین ښار چې له پلازمېنې خرطوم سره نښلوي، لاره تړلې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې راپورونه ښيي چې د ويد المهي سيمې په کليو کې کورونه سوځول شوي، شاوخوا ٢٥٠ کسان وژل شوي، تر ٥٧٢ زيات ټپيان شوي او شاوخوا اووه زره کسان له سيمې کډه کولو ته اړ شوي دي.

د د خبرپاڼې له مخې  د جولای له میاشتې راهیسې د شین نیل په سیمه کې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر خلک د سیمې دننه او بهر بې ځایه شوي دي.

د سوډان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د جولای په میاشت کې د شین نیل په سیمه کې د هوسا او هیمیک قومونو ترمنځ په نښتو کې ۱۰۹ تنو ژوند  لاسه ورکړی وو .

په دغو نښتو کې چې د سپټمبر په دویمه بیا پیل شوې، ۱۸ تنه ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

د اکتوبر په ۱۳، کله چې پیښې بیا راژوندۍ شوې له ۲۰۰ څخه ډیر خلک ووژل شول.

د بله پلوه د قومي شخړو په خلاف لاریون کونکو د والي دفتر ته اور واچاوه او د شین نیل سیمې د مشر احمد العمدي بادي د ګوښه کولو غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو ویل  چې هغه قومي شخړې نه شي کنټرولولای.

سیمه ایز حکومت د اکتوبر په ۲۱ د شین نیل سیمه کې د قومي شخړو له امله د یوې میاشتې لپاره "اضطراري حالت" اعلان کړ او په سیمه کې یې د شپې کرځنبند اعلان کړ.

ویل شوي، چې نښتې هغه مهال پیل شوې، چې د هیمیک قبیلې غوښتل له سیمې څخه د هوسا قبیله په دې دلیل وشړي، چې ګواکې دوی د سیمې اوسیدونکي نه دي.



اړوند خبرونه