د روسیې یوې سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
په روسیه کې په یوې ودانۍ د جنګي الوتکې غورځیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د روسیې یوې سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د روسیې سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکې د روزنیزې الوتنې پر مهال سقوط کړی چې د له امله ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د روسیې د روغتیا وزیر الیکسي کوزنیتسوف ویلي دي چې دا پیښه پرون دوشنبه د اکتوبر ۱۷ مه نیټه د ییسک په ښار کې لویدلې ده.
هغه ویلي دي چې دغه الوتکه پرون ماښام د الوتنې پر مهال په یوه انجن کې د اور لګېدو له امله ولوېده. الوتکه له یوې ودانۍ سره وجنګېده او د الوتکې د تېلو له امله اور ولګېد.
کوزنیتسوف وویل: «د بیړنیو حالاتو د وزارت په وینا، د د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړې شوي دي، د پیښې په ځای کې جسدونه موندل شوي دي. په پیښه کې د ۳ تنو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي. "
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې له اورلګېدنې د سیمې نه ۶۸ کسان ژغورل شوي او د لټون او ژغورنې د هڅو په لړ کې له سیمې د ایستل شویو کسانو شمېر ۳۶۰ تنو ته رسېدلی دی.
ویل کیږي د الوتکې پیلوټانو ځانونه په خوندي توګه له الوتکې ګوزار کړي دي.