ملګروملتونو د روسیې لخوا د اوکراین بعضې سیمې د خپلې خاورې سره یو ځای کول وغندل

د ملګرو ملتونو د روسیې له خوا د اوکرایند دونیتڅک، لوهانسک، زاپوریزیا او خرسون سیمې  د خپلې خاورې سره یوځای کول په کلکه وغندل.

1892062
ملګروملتونو د روسیې لخوا د اوکراین  بعضې سیمې د خپلې خاورې سره یو ځای کول وغندل

د ملګرو ملتونو د روسیې له خوا د اوکرایند دونیتڅک، لوهانسک، زاپوریزیا او خرسون سیمې  د خپلې خاورې سره یوځای کول په کلکه وغندل.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې د تیرې ورځې په رای اچونه کې، هغه  پریکړه لیک  چې د اوکراین په نړیوالو پیژندل شویو پولو کې په بعضو سیمو کې د "غیرقانوني تش په نامه ټولپوښتنې" غندي او غوښتنه کوي چې روسیه دې د الحاق اعلان بیرته واخلي د رایو په اکثریت سره قبول کړ. ملګروملتونو سازمان د روسیې لخوا د اوکراین دونیتڅک، لوهانسک زاپورزیا او خرسون سیمې  په غیرې قانوني توګه د خپلې خاورې سره یو ځای کولو تصمیم د ۱۴۳ رایو سره وغنده.

د ویلو ده چې پدې رای اچونه کې روسیې، بیلاروس، شمالي کوریا، سوریې او نیکاراګوا مخالفه  رایه ورکړه، د چین، هند، سویلي افریقا او پاکستان په ګډون ۳۵ هیوادونو  سپینې رایې وکارولې .

پریکړه لیک په ټولو هیوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې د روسیې د الحاق ادعاوې په رسمیت ونه پیژني او غوښتنه کوي چې د روسیې د الحاق اعلان دې ژر تر ژره بیرته واخیستل شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولبا، د رایې اچونې نه  وروسته د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې وویل چې دوی د ۱۴۳ هیوادونو څخه مننه کوي چې د دې پریکړې ملاتړ کوي.

کولبا وویل "غوښتنه روښانه ده: روسیه د الحاق د هڅې په اړه خپلې پریکړې باید بیرته واخلي؛ روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین له ټولې خاورې وباسي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ له پرېکړې وروسته په یوه بیان کې وویل چې دا د ملګرو ملتونو لپاره د تاریخي اهمیت برښمنده ورځ ده.

"۱۴۳ غړو هېوادونو د روسیې د الحاق هڅې رد کړې او د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیز اصول یې بیا تایید کړل. دا په دې مانا ده چې د نړۍ په سترګو کې د اوکراین سرحدونه تغیر نه مومي."



اړوند خبرونه