په اوکراین کې د جرمني سفارت د قونسلي چارو په ودانۍ هم توغندی لګیدلی دی.
جرمني : په اوکراین کې زمونږ د سفارت د قونسلي چارو پر ودانۍ هم توغندی لګیدلی دی
1890840

په اوکراین کې د جرمني سفارت د قونسلي چارو په ودانۍ هم توغندی لګیدلی دی.
جرمني اعلان وکړ د اوکراین په پلازمېنه کیف کې روسي توغندیو هغه ودانۍ په نښه کړې چې په کې د جرمني د سفارت د ویزې برخه هم شامله ده.
د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریسټین واګنر په پلازمېنه برلین کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کیف کې د دوی د سفارت د ویزې د برخې ودانۍ د نن ورځې په توغندیزو بریدونو کې زیانمنه شوې ده.
واګنر وویل چې یاده د جرمني سفارت د څو میاشتو راهیسې ددې ودانۍ نه استفاده نکوي او د روسیې د توغندیو د ویشتلو پرمهال په ودانۍ کې هیڅ ډیپلومات نه و.
اوکراین خبر ورکړی، چې روسیې نن سهار د پلازمېنې کیف پر ځینو برخو ۷۵ توغندي وتوغول، چې ۴۱ یې د دفاعي سیستمونو لخوا په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.