د اوکراین  ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په پلازمېنه کیف د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.

د اوکراین ولسمشر په کیف د وروستیو بریدونو په اړه لومړنۍ څرګندونې وکړې

1890596
د اوکراین  ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په پلازمېنه کیف د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.

د اوکراین  ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په پلازمېنه کیف د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې  لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

زیلینسکي په پلازمینه او ځینو نورو ښارونو کې له چاودنو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: "د جګړې په ۲۲۹ مه ورځ، دوی هڅه کوي چې مونږ له منځه یوسي، مونږ د ځمکې له مخ څخه پاک کړي. دوی هغه کسان ووژل چې په زپوریزیا کې په خپلو کورونو کې ویده وو او په کیف کې  هغه کسان ووژل چې کار ته روان وو." هغه وویل

"له بده مرغه مونږ مړه او ټپیان لرو. مهرباني وکړئ له خوندي ځایونو ځخه بهر مه راوځۍ  ."

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کیف په وروستیو بریدونو کې اته تنه مړه او  ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې یو راکټ په کیف کې په هغه کوڅه کې ولګېد چې امنیتي ادارې پکې موقعیت لري او د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر هم په دې سیمه کې دی.

د ویلو ده چې روسیې تیره ورځ د اوکراین د زاپورزیا په ښار د توغندیو بریدونه کړي وو چې له امله يي ۱۲ تنه مړه او ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي وو.



اړوند خبرونه