په ټایلنډ کې د ماشومانو د پالنې په مرکز خونړی برید شوی

د تایلنډ په شمال ختیځ کې د ماشومانو د پالنې پر یوه مرکز د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

1889257
په ټایلنډ کې د ماشومانو د پالنې په مرکز خونړی برید شوی

د تایلنډ په شمال ختیځ کې د ماشومانو د پالنې پر یوه مرکز د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په نانګ بوا لام فو په ایالت کې د ماشومانو په یو وړکتون وسله وال برید شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي چې ۲۲ تنه يي ماشومان دي.

د پوليسو چارواکي وايي بريد د یو تن  پخوانى پوليس لخوا شوی دی .

همداشان برید کوونکي خپله میرمن او ماشوم هم وژلي او ګمان کیږي چې ځان يي هم وژلی وي.

مسئولینو ویلي دي کیدای شي چې د ځاني تلفاتو شمیره لوړه شي.



اړوند خبرونه