د اذربایجان او ارمنستان مشران لیدنه کوي
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د وروستۍ جګړې نه وروسته د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان د آذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره لیدنه کوي.
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د وروستۍ جګړې نه وروسته د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان د آذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره لیدنه کوي.
د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان به د آذربایجان له ولسمشر الهام علی یف، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د اروپایی ټولنې د شورا له مشر چارلس میشل سره د اروپا د سیاسی ټولنې په غونډه کې څلور اړخیزه غونډه وکړي.
پاشینیان د ارمن پریس سره په مرکه کې ویلي دي چې ،
"زه د اروپا د سیاسي ټولنې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره پراګ ته ځم. هلته زما، د اذربایجان د ولسمشر، د فرانسې د ولسمشر او د اروپا د شورا د رئیس تر منځ یوه څلور اړخیزه غونډه پلان شوې ده."
په دغه غونډه د اروپايي ټولنې ۲۷ غړیو هېوادونو سربیره د اروپايي ټولنې بهر ۱۷ اروپايی هیوادونه هم رابلل شوي دي.
تمه ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.