امریکا او سویلي کوریا د شمالي کوریا په ځواب کې ۴ توغندي ختیځ سمندر پر لور وتوغول

د امریکا متحده ایالتونو  او سویلي کوریا د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازمایلو  په ځواب کې د ګډو تمریناتو په ترڅ کې ختیځ سمندر ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي څلور توغندي وتوغول.

1888733

د یونهاپ  خبري اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د لوی درستيز له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ،

"دواړو خواوو  مصنوعي هدفونو د ویشتو او د متحدینو په توګه دښمن  ته د سرو سترګو د ښودولو لپاره هر یو د اردو د تاکتیکي توغندیو سیسټم (ATACMS) دوه دوه توغندي وتوغول.

د جاپان د دفاع وزارت پرون خبر ورکړ چې د شمالي کوریا له خوا توغول شوی بالستیک توغندی د جاپان له شمال ختیځ څخه تېر شوی او په ارام سمندر کې لوېدلی دی.

د امريکا د دفاع وزارت وياند بريد جنرال پاتريک رايډر د شمالي کوريا له خوا د ليرې واټن ويشتونکي بالستيک توغندي ازموينه چې د جاپان له فضايي حريم څخه تیر شوي، وغندله او اعلان يې وکړ چې امريکا په ځواب کې له جاپان او جنوبي کوريا سره په سيمه کې جلا پوځي تمرينونه کوي.

اړوند خبرونه