شمالي کوریا د بالستیک توغندي ازمایښت په جاپان کې د جدي اندیښنو لامل شو

شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي ازمایښت  له امله په جاپان کې خلک خوندي ځایونو ته ښکته کیدو ته اړ کړل.

1888031
شمالي کوریا د بالستیک توغندي  ازمایښت په جاپان کې د جدي اندیښنو لامل شو

شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي ازمایښت  له امله په جاپان کې خلک خوندي ځایونو ته ښکته کیدو ته اړ کړل.

شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د جاپان پر خاوره یو توغندی وتوغاوه. د منځني واټن ویشتونکی بالستیک توغندی د جاپان په ختیځ کې شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره لرې په ارام سمندر کې ولوید.

د شمالي کوریا لخوا ددې توغندي د توغولو  نه وروسته د جابان مقاماتو خپلو خلکو ته هر څه ژر خوندي ځایونو ته د ښکته کیدو امر وکړ. ویل کیږي توغندی د جاپان د خاورې نه تیر شو.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د شمالي کوریا ددې اقدام نه د یو وحشیانه او شرمناک اقدام په توګه یادونه وکړه.

ویل کیږي دا توغندی د سهار په ۷ بجو او ۲۲ دقیقو د شمالي کوریا د جیانګ ولایت څخه توغول شوی د شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره د مزل نه وروسته په ارام سمندر کې ولویده. ویل کیږي توغندی په لوړه ارتفاع کې تیر شوی دی. د توغندي ارتفاع ۱۰۰۰ کیلومترو ته رسیدلې ده. توغندي د یوې دقیقې لپاره د جاپان د خاورې د پاسه مزل کړی دی.

د جاپان حکومت په هغه سیمو کې چې توغندی ترینه تیریده سمدلاسه د اورګاډي ، الوتکو او په سمندر کې د کښتیو سفرونه وځنډول . همداشان کښتیو ته خبرداری ورکړ شو.

جاپان ویلي دي چې دا توغندی ځکه ندی ویشتی چې پوهیدل چې ددوې لپاره ګواښ ندی. خو ددې سره سره د جاپان د خبرداري سیستم سمدلاسه د شمالي کوریا پولو ته په نږدې سیمو کې خلکو ته بیړنی خبرداری ورکړ او د خلکو نه يي په خوندي ځایونو کې د پټیدو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه