هند د چین د ټکنالوژۍ د مشهور شرکت شتمنۍ پدې هیواد کې کنګل کړې ده

هند د چین د ټکنالوژۍ او  زیرک تیلیفون جوړونکي مشهور شرکت  Xiaomi "بهرنیو شرکتونو ته د فکري ملکیت حقونو لپاره د غیرقانوني پیسو لیږد" له امله د ۶۸۲ میلیون ډالرو شتمنۍ ضبط کړې.

1887692
هند د چین د ټکنالوژۍ د مشهور شرکت شتمنۍ پدې هیواد کې کنګل کړې ده

هند د چین د ټکنالوژۍ او  زیرک تیلیفون جوړونکي مشهور شرکت  Xiaomi "بهرنیو شرکتونو ته د فکري ملکیت حقونو لپاره د غیرقانوني پیسو لیږد" له امله د ۶۸۲ میلیون ډالرو شتمنۍ ضبط کړې.

د هندي  رسنیو د راپورونو له مخې، د استیناف محکمې، چې د بهرنیو شرکتونو د شتمنیو د اړوند  شخړې حل کوي، د اپریل په ۲۹ نیټه د ګمرکونو د تطبیق ریاست  لخوا ددې شرکت د شټمنیو د کنګلولو په اړه پریکړه تایید کړه.

په پریکړه کې، راغلي دي چې د  Xiaomi  شرکت د  امریکا متحده ایالتونو د  مایکروچپ جوړونکي Qualcomm  شرکت نه د اخیستو چیپونو د فکري ملکیت حقونو په بدل کې چې په سمارټ فونونو کې کاروي  ورکړي تادیات، د بهرنیو اسعارو د اصولو قانون سره په ټکر کې په غیرې قانوني توګه ترسره کړي دي. تادیات ددې شرکت اړوند له هند څخه بهر ساتل شوي او د بل شرکت لخوا ورکړل شوي دي چې دا کار د قانون سره په ټکر کې دی.

د Xiaomi شرکت  لخوا په خپور شوي بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دا پيسې  په هند کې ددوې د شریک او امریکايي شرکت ترمنځه د لاسلیک شوي تړون او ټولو قوانینو په مطابق ورکړ شوي دي.

 

د چین د شیومي شرکت ویلي دي چې دوې امریکايي شرکت د هندوستان د قوانینو سره سم تادیات کړي دي او دوې د امریکايي شرکت سره په ګډه پریکړه کړې ده چې د خپلو شرکتونو د اعتبار او پدې هیواد کې د خپلو حصه دارانو د حق نه د دفاع په خاطر محاکمو ته مراجعه وکړي.

د بازار څیړنې شرکت کاونټر پواینټ ریسرچ د معلوماتو له مخې ، Xiaomi  شرکت په هند کې د ګرځنده تیلیفون بازار کې مخکښ دی چې د سویلي کوریا د  سامسنګ سره هر ۱۸سلنه ونډې هم  لري.

د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې د هند او چین تر منځ له سرحدي شخړې وروسته، چینایي شرکتونه په دغه هیواد کې د خپلو فعالیتونو په برخه کې له ستونزو او خنډونو سره مخامخ شوي دي. د نوي ډیلي ادارې د چینایي ټکنالوژۍ د شرکتونو لخوا جوړ شوي د ۳۰۰ زیات پروګرامونه د هیواد ملي امنیت ته د ګواښ له امله منع کړي دي.  


پيوندونه: #هندوستان , #شیومي , #چین

اړوند خبرونه