روسیې د اوکراین څلور سیمې  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلې خاورې سره ګډې کړې.

د روسیې د اوکراین اړوند څلور سیمې دونتیڅک، لوهانسک ، خوسون او زاپورزیا چې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوې وې په خپله خاوره کې الحاق کړې

1886982
روسیې د اوکراین څلور سیمې  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلې خاورې سره ګډې کړې.
putin
putin

روسیې د اوکراین څلور سیمې  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلې خاورې سره ګډې کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن جمعه د سپټمبر په ۳۰ مه نیټه په کرملین ماڼۍ کې پدې اړه ځانګړې مراسم جوړ کړي وو.

روسیې چې ددینه وړاندې د اوکراین د دونیتڅک او لوهانسک سیمو خپلواکي په رسمیت پیژندلې وې تیره ورځ يي د یو بل فرمان سره د خرسون او زاپورزیا سیمو چې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوې وې په رسمیت وپیژندلې.

همداشان روسیې چې د سپټمبر د ۲۳ مو او ۲۷ مو نیټو ترمنځه پدې څلور سیمو کې د اوکراین نه د جلا  کیدو او یا نه جلا کیدو په خاطر ټولپوښتنه ترسره کړه.

پدې ټولپوښتنه کې نږدې سل په سلو کې خلکو د اوکراین نه د جلا کیدو او روسیې سره  د یو ځای کیدو پریکړه وکړه.

همداشان د دې څلورو سیمو تش په نامه مشرانو ددې ټولپوښتنو پایلې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په کرملین ماڼۍ کې د څلورو جلا جلا تړونونو په لاسلیکولو سره دا سیمې د خپلې خاورې سره ګډې کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوموړو تړونونو د لاسلیکولو نه مخکې اوږده وینا وکړه او لویدیځې نړۍ او امریکا باندې ډیرې سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې مونږ دوې ته ویلي وو چې د ناټو پولې نورې پراخې نکړي خو دوې د هرې ورځې په تیریدو سره د ناټو پولې نورې هم پراخولې او غوښتل يي چې مونږ په خپلې یوې مستعمرې بدل کړي.

هغه وویل چې د دونیتڅک ، لوهانسک، خرسون او زاپورزیا سیمو د ټولپوښتنې سره د خپل اصلي ټاټوبي او وطن سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړه او مونږ د هغوې دا پریکړه ومنله.

پوتین په پلازمینه مسکو کې په خپله وینا کې پ وویل چې دوی به د هغو سیمو په اړه مذاکرات ونکړي چې د روسیې سره یو ځای کیږي.

"مونږ د کیف پر ادارې غږ کوو چې پوځي اقدامات ودروي او د خبرو اترو میز ته کښېني."

پوتین د خوړو نړیوال بحران ته په اشارې سره وویل:

"د اوکراين غلې دانې اروپايي هېوادونو ته ځي. يوازې پنځه سلنه غلې دانې د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونو ته ځي. دا يو خيانت او فريب دی."

پوتین د نارت  سټریم ۱ او ۲ ګازو  نللیکو  باندې بریدونو په اړه وویل چې ،

"لویدیځ یواځې په روسیې یواځې په بندیزونو اکتفا ونکړه، دوی هڅه وکړه چې د نارت سټريم ګاز پايپ لاينونه چې د بالتيک سمندر له لاندې څخه تېرېږي، باندې د بریدونو  سره تخريب کړي."

د روسیې ولسمشر پوتین وویل:

"لویدیځ هڅه وکړه چې دا لوی هیواد له مونږ څخه واخلي  خو مونږ د روسیې په توګه دیته اجازه ورنکړه . مونږ د تل په څیر ټینګ ولاړ یو. موږ د لویدیځ تر تسلط لاندې نه یو. د لویدیځ اصول منافقت دي. روسیه د زرګونو کلونه لپاره  به هیڅکله  د بل ارادې ته سر ښکته نکړي.

پداسې حال کې چې دا ډول ملتپالنه هیڅکله په روسیه کې شتون نلري، مونږ ګورو چې لویدیځ د روسیې د خلکو په وړاندې فاشیستي چلند لري. په خپلو جرمونو اعتراف  خو پر ځای پریږده ، دوی هڅه کوي چې پر نورو یې واچوي.


پيوندونه: #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه