پوتین هغه فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې د اوکراین د خرسون او زاپورزیه سیمو خپلواکي په رسمیت وپیژندله

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړو فرمانونو په  لاسلیکولو سره  په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا نیول شوي د خرسون او زاپورزیه سیمو تش په نامه خپلواکي په رسمیت وپیژنده.

1886637

د فرمانونو له مخې، روسیې په اوکراین کې د خرسون او زاپورزیه سیمو خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

په اوکراین کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې د دونیتڅک او لوهانسک په نوم د خلکو جمهوریتونو او د روسیې د پوځ لخوا نیول شوي د خرسون او زاپورزیه سیمو کې د روسیې سره د یوځای کیدو لپاره د سپټمبر په د ۲۳ او ۲۷ مو نیټو  کې ټولپوښتنه ترسره شوه. د ټولپوښتنې په نتیجه کې نږدې سل په سلو کې ټولو خلکو د روسیې سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف تیره ورځ وویل چې د سپټمبر په ۳۰ جمعې په ورځ  به د کریملین په ماڼۍ کې د روسیې سره د دې سیمو د یوځای کیدو په اړه مراسم ترسره شي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۱ مه په دونیتڅک او لوهانسک کې د بېلتون غوښتونکو حکومتونو تش په نامه خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

اړوند خبرونه