د مسکو لخوا د اوکراین ځینې سیمې د خپل هیواد سره د ګډولو د پریکړې په اړه د زیلینسکي غبرګون

د اوکراین ولسمشر : روسیه به یواځې د اوکراین اشغال شوې سیمې د خپل هیواد سره یو ځای نکړي بلکې په یو ستر ناورین به ځان ککړ کړي

1886685
د مسکو لخوا د اوکراین ځینې سیمې د خپل هیواد سره د ګډولو د پریکړې په اړه د زیلینسکي غبرګون

 د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي  د روسي ځواکونو لخوا په نیول شوو د اوکراین په بعضو سیمو کې د اوکراین نه د جلا کیدو په خاطر د ترسره شوې ټولپوښتنې او دا سیمې د روسیې په  خاوره کې د ګډولو اړوند د مسکو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

 هغه وویل چې "روسیه  یواځې د اوکراین یوه نوې برخه نه اخلي. روسیه  په اصل کې په  هغه ناورین کې چې زمونږ د خاورې د اشغالولو سره سیمې ته راوړی دی  ځان شریک کړي.

ولادیمیر زیلینسکي د خپل ټولنیز میډیا حساب له لارې د مسئلې په اړه ارزونه کړې ده.

زیلینسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې سره ویلي دي چې

" د روسیې ټوله ټولنه  له عادي اقتصاد ، ښه ژوند ، ټولو انساني ارزښتونو او درناوي  نه بې برخې کول یواځې د یو تن چې د جګړې د دوام غوښتنې پوره کولو بدل دی.

ددې خبرې مخنیوی اوس هم ممکن دی. تاسې باید د هغه کس مخه ونیسۍ چې د سولې او ثبات نه ډیره زیاته په جګړې او نښتو ټینګار کوي."

 

زیلینسکي وویل چې میلیونونه اوکراینیان د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او سولې د ټینګښت لپاره مبارزه کوي.

" (نن)  یا سبا  زمونږ د مبارزې بله ورځ ده، بله ورځ د بریا په لاره کې. ایا دا به زمونږ لپاره ځانګړې وي؟ دا به بله ورځ وي چې مونږ به امنیت او سولې ته نږدې کړي او زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا بیا رغونه وکړي. روسیه به د اوکراین یوه نوې برخه نه اخلي، روسیه به زمونږ هیواد اشغال نه کړي، روسیه به په هغه ناورین کې شریکه شي چې زمونږ اشغال کړو سیمو ته د ځان سره راوړی دی.

زیلینسکي ویلي چې د ملي امنیت او دفاع شورا به ځانګړې غونډه وکړي او ځینې پریکړې به وکړي.

"مونږ پوهیږو چې د روسیې هر ډول عمل ته څنګه عکس العمل وښیو."

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې په اوکراین کې د روس پلوه بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې د دونیتسک او لوهانسک د خلکو جمهوریتونو او د روسیې د پوځ له خوا د نیول شویو خرسون او زاپوریزیا سیمو لپاره به نن په مسکو کې مراسم جوړ شي.



اړوند خبرونه