روسیې اعلان وکړ چې سبا به د اوکراین څلور سیمې ددوې سره خپل یو ځای کیدل اعلان کړي.

روسیه د اوکراین څلور سیمې د خپلې خاورو سره یو ځای کوي

1886308
روسیې اعلان وکړ چې سبا به د اوکراین څلور سیمې ددوې سره خپل یو ځای کیدل اعلان کړي.

روسیې اعلان وکړ چې سبا به د اوکراین څلور سیمې ددوې سره خپل یو ځای کیدل اعلان کړي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي دي چې سبا به د اوکراین څلور سیمې چې ټولپوښتنه پکې ترسره شوې ده د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې سره یو ځای شي.

هغه ویلي دي چې د الحاق دا پروګرام  د کرملین په ماڼۍ کې جوړ شي.

دا سیمې به د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړي فرمان د لاسلیک نه وروسته د روسیې سره یو ځای شي.

د ویلو ده چې د انګستان د استخباراتو ددینه وړاندې ویلي وو چې روسیه غواړي د سپټمبر په ۳۰ مه نیټه د اوکراین هغه څلور سیمې چې د اوکراین نه د جلا کیدو او روسیې سره د یو ځای کیدو په خاطر پکې ټولپوښتنه ترسره شوې ده د روسیې سره یو ځای کیدل اعلان کړي.



اړوند خبرونه