د اوکراین د دفاع وزیر : د اوکراین پوځ د نړۍ تر ټولو پیاوړي دویم پوځ ته ماتې ورکړې

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف ویلي، د اوکراین پوځ هغه  افسانه له چې ګواکې د روسیې پوځ په نړۍ کې دویم ځواکمن  پوځ دی له منځه وړې ده .

1886211
د اوکراین د دفاع وزیر : د اوکراین پوځ  د نړۍ تر ټولو پیاوړي دویم پوځ ته ماتې ورکړې

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف ویلي، د اوکراین پوځ هغه  افسانه له چې ګواکې د روسیې پوځ په نړۍ کې دویم ځواکمن  پوځ دی له منځه وړې ده .

اولیکسي رزنیکوف د اوکراین د پوځ په استازیتوب د اروپا د پالیسۍ د تحلیلي مرکز  لخوا جوړ شوي "په اتحاد کې اختلاف د نظرونه " تر عنوان لاندې کنفرانس کې د "آزادۍ جنګیالیو جایزه" ترلاسه کړه.

رزنیکوف چې د ویډیو کنفرانس له لارې پدې کنفرانس کې ګډون کړی وو وویل،

"تیر ژمي کې ، ډیر معتبر شخصیتونه په دې باور وو چې  روسیې پوځ به کیف په دوه یا دریو ورځو کې ونیسي او ټول اوکراین به په دوه اونیو کې سقوط وکړي. څه باندې ۲۰۰ ورځې کیږي چې دا جګړه دوام لري او مونږ هم ډیر قوي مقامت کوو. د اوکراین پوځ د لویدیځ په مرسته هغه افسانه له منځه وړې چې ویل به يي د روسیې پوځ د نړۍ دویم تر ټولو پياوړی پوځ دی.

رزینکوف ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې پوځ اوس په تیښته دی او روسیه له ماتې سره مخ ده.

د اوکراین دفاع وزیر وویل  چې اوکراین به هیڅکله تسلیم نشي، او داسې وویل،

"مونږ به هېڅکله پر خپل ولس د نوي ظلم اجازه ور نه کړو، د اوکراین خلک اوس د حقیقي خپلواکۍ لپاره په وسلو سره جنګېږي، خو دا جګړه یواځې زمونږ نه ده، دا جګړه د ازادې نړۍ د اساسي ارزښتونو جګړه ده. دا جګړه د سمندري غلو په وړاندې د نوي نړیوال نظم لپاره جګړه ده، دا د دې جګړه ده چې ایا ډیموکراسي به حکم وکړي یا نه.

ټول بنسټونه لکه ملګري ملتونه، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان  چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوې نوې جګړې د مخنیوي لپاره تاسیس شوي وو، ناکام شول. دا جګړه به پریکړه وکړي چې څوک به د نړۍ لپاره نوي قوانین لیکي، اروپا، امریکا او هر څوک چې د قوانینو پر بنسټ نړۍ غواړي، چیرې چې بشري حقونه او ازادۍ خوندي وي، چیرې چې د تروریزم، نسل وژنې او ظلم لپاره ځای نه وي، باید د اوکراین سره مرسته وکړي.

وزیر رزنیکوف وویل چې اوکراین ثابته کړې چې جګړه کولی شي او د جګړې ګټلو ته چمتو دی.

"مګر مونږ وسلو ته اړتیا لرو. دا وسلې به د اروپا او ناټو د ختیځو پولو په پیاوړي کولو کې هم مرسته وکړي."


پيوندونه: #جګړه , #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه