ناټو سرمنشي روسیې ته خبرداری ورکړ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل "که موږ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اټومي بیانات په مکرر ډول وګورو، نو موږ به یې جدي ونیسو."

1885529
ناټو سرمنشي روسیې ته خبرداری ورکړ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل "که موږ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اټومي بیانات په مکرر ډول وګورو، نو موږ به یې جدي ونیسو."

ینس سټولټنبرګ د اروپا په پارلمان کې د سوسیالستانو او دیموکراتانو د ډلې په غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.

سټولټنبرګ دې ته په اشارې سره چې ناټو د اوکراین د جګړې په اړه دوه ماموریتونه لري وویل چې یو یې د دې هېواد ملاتړ او بل یې د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی.

سټولټنبرګ په دې خبرې ټینګار سره  وویل چې روسیې په وروستیو ورځو کې د "جعلي ریفرنډمونو، اتومي فریبونو، د وسله والو ځواکونو په تحرک" سره جګړه زیاته کړې ده.

"زموږ پیغام دا دی چې د اټومي وسلو هر ډول کارونې په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي. دا په بشپړه توګه د جګړې ماهیت بدلوي. روسیه باید پوه شي چې اټومي جګړه نشي ګټلی او هیڅکله باید جګړه ونه شي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:

"که موږ د پوتین له خوا دا ډول اټومي بیانات په مکرر ډول وګورو، نو مونږ به یې جدي ونیسو، نو مونږ یو روښانه پیغام ورکوو چې دا به د روسیې لپاره جدي پایلې ولري او دا چې اټومي جګړه باید هیڅکله رامنځته نشي. هو کیدای شي چې وروسته بل ډول تاوتریخوالی رامنځ ته شي.

هغه د اوکراین روانې جګړې ته په اشارې سره وویل چې  "په اوکراین کې اوس روانه جګړه  یوه ډیره بده جګړه ده او د اوکراین د خلکو لپاره یوه تراژیدي ده، او  البته  چې د ناټو او روسیې تر منځ یوه بشپړه جګړه به نوره هم خطرناکه او بده جګړه وي."



اړوند خبرونه