روسیې د امریکا د استخباراتو پخواني کارکوونکي ته چې محرم رازونه يي افشا کړي وو تابعیت ورکړ
پوتین اډوارډ سنوډن ته د روسیې تابعیت ورکړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) او د ملي امنیت ادارې پخواني کارکونکي اډوارډ سنوډن ته چې د امریکا استخباراتي معلومات یې افشا کړي وو د روسیې د تابعیت ورکولو فرمان لاسلیک کړ.
سنوډن چې په ۲۰۱۳ کال کې له امریکا څخه لاتینې امریکا او بیا روسیې ته وتښتید، د یوه کال لپاره د موقتي استوګنې اجازه ترلاسه کړه او په ۲۰۲۰ کال کې په روسیه کې د دایمي استوګنې اجازه ورکړل شوه. د کرملین لخوا په یوه لیکل شوي بیان کې اعلان شوی چې ولسمشر پوتین سنوډن ته د روسیې تابعیت ورکولو فرمان لاسلیک کړی او د فرمان محتوا شریکه شوې.
د پوتین لخوا په لاسلیک شوي فرمان کې راغلي: "زه د روسیې د فدراسیون د اساسي قانون د ۸۹ مادې د 'الف' فقرې سره سم پریکړه کوم چې اډوارډ جوزف سنوډن ته چې د ۱۹۸۳ کال د جون په ۲۱ په امریکا متحده ایالتونو کې زیږیدلی، د روسیې فدراسیون
تابعیت ورکړم. د پوتین له دې پریکړې سره، سنوډن د استخباراتي معلوماتو د افشا کولو په تور په امریکا کې له محاکمې څخه ځان خوندي کړی دی.