په روسیه کې په یو ښوونځي خونړی برید شوی دی.

په روسیه کې په یو ښوونځي خونړی برید شوی

1884513
په روسیه کې په یو ښوونځي خونړی برید شوی دی.

په روسیه کې په یو ښوونځي خونړی برید شوی دی.

په روسیه کې په یو ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او تر شلو ډیر کسان ټپيان شوي دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا برید د ایزیفسک  ښار کې په یو ښوونځي شوی دی.

پیښه نن دوشنبه رامنځته شوې ده . په پیښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر شلو ډیر ټپیان شوي دي.

د چارواکیو په وینا په قربانیانو کې ماشومانو هم شتون لري.

د روسیې څیړنیزې کمیټې ویلي دي چې پدې پیښه کې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

همداشان په یاد شوي ښار کې د ددې پيښې له امله ملي ماتم اعلان شوی دی.



اړوند خبرونه