امریکا د اټومي وسلو په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالتونو  د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې  دوی روسیې ته پیغام لیږلی چې "د اټومي وسلو په اړه بې ځایه خبرو نه لاس واخلي".

1884663
امریکا د اټومي وسلو په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالتونو  د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې  دوی روسیې ته پیغام لیږلی چې "د اټومي وسلو په اړه بې ځایه خبرو نه لاس واخلي".

انتوني بلینکن دا څرګندونې  د سي بي ایس ټلویزیون د "۶۰ دقیقو" خپرونې کې په مرکه کې وکړې. بلینکن هغه ادعاګانې چې د واشنګټن ادارې مسکو ته ځانګړی پیغام استولی دی تایید کړې. هغه وویل چې ،

"مونږ روسیې ته په  ښکاره او خصوصي توګه  د اټومي وسلو په اړه د بې ځایه خبرو نه د لاس اخیستو په خاطر غوڅ پیغامونه استولي دي.

"دا د مسکو لپاره خورا مهم دی چې زمونږ څخه واوري او پوه شي چې د اټومي وسلو کارول ویجاړونکي پایلې لري. موږ دا خورا روښانه کړې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هر ډول اټومي وسلو کارول د ډیرو لپاره ناوړه پایلې لري، په شمول د هغه هیواد په شمول چې کاروي.



اړوند خبرونه