د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې پر جومات وروستی برید په کلکو ټکو وغنده

د اسلامي همکاریو سازمان د سپټمبر په ۲۳ مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه جومات برید چې په نتیجه کې ۷ کسانو ژوند د لاسه ورکړی په کلکه وغنده.

1884294

د اسلامي همکاریو سازمان  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان  عمومي منشي د جمعې له لمانځه وروسته په کابل کې د وزیر محمد  اکبر خان جومات مخې ته د بمي برید له امله د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده وي او ټپیانو  ته عاجله شفا غواړي.

په دغه بیان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ټول افغانستان کې هغه بریدونه په کلکه غندلي چې په ترڅ کې یې بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. په بیان کې راغلي دي  چې دغه برید د دې ښکارندویي کوي چې په هېواد کې نازک امنیتي چاپېریال په دې ډول دوام نه شي کولی.

په بیان کې پر افغان چارواکو هم غږ شوی چې د دا ډول بریدونو پر وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي او د افغانانو د خوندیتوب لپاره نور کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته د سپټمبر په ۲۳ مه د جمعې له لمانځه وروسته د چاودنې له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۴۱ تنه نور ټپیان شول.

اړوند خبرونه