د روسیې او اوکراین ترمنځه د جنګي اسیرانو تبادله وشوه

روسیې او اوکراین د ولسمشر اردوغان په منځګړتوب د جنګي اسیرانو تبادله وکړه

1883073
د روسیې او اوکراین ترمنځه د جنګي اسیرانو تبادله وشوه
rusya-ukrayna-200-savas-esirini-takas-

د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د ډیپلوماتیکو هلو ځلو  په پایله کې نن د دواړو هیوادونو ترمنځ ۲۰۰ تنه جنګي بندیان تبادله شول.

ولسمشر اردوغان په نيويارک كې د توركيې په کور یا مجتمع كې له خبريالانو سره په مركه كې امريكا ته يې خپل سفر ارزونه وكړه.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وويل چې د تورکیې په منځنګړتوب د روسیې او اوکراین ترمنځه  د بنديانو ترسره شوې تبادله  په اصل کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د روانې جګړې د پاى ته رسولو په لور يو مهم ګام دى. هغه وویل چې د سولې د ټینګښت په خاطر به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.

اردوغان د روسیې له ولسمشر پوتین او د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي څخه د بندیانو تبادلې  ته د فرصت برابرولو له امله مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل ،

"زه غواړم د خپلو ټولو ملګرو څخه هم مننه وکړم چې په دې پروسه کې یې هڅې کړې دي."

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له ولسمشر اردوغان څخه د هغو ۲۱۵ اوکراینیانو له امله مننه وکړه چې د تورکیې په منځګړیتوب له روسیې سره د بندیانو له تبادلې وروسته دغه هېواد ته سپارل شوي دي.

زیلینسکي د ویډیو کنفرانس له لارې د ازوف کنډک قوماندانانو سره ولیدل، چې د تبادلې پروسې سره بیرته راستانه شوي.

زیلینسکي هغو قوماندانانو ته چې "د روسیې له بند څخه آزاد شوي" مبارکي وویلوه. د ویلو ده چې د جنګي اسیرانو په تبادله کې د خوشې شوو  تنو ۲۱۵ اوکراینیانو په منځ کې ځینې  په اعدام محکوم شوي وو چې د ولسمشر اردوغان په منځګړتوب خوشې شول.

د اوکراین مشر وویل، د دې کنډک ۵ غړي چې د امنیتي دلایلو تورکیې ته استول شوي دي. هغه زیاته کړه چې "ما له ولسمشر اردوغان سره خبرې وکړې. د ازوف ۵ قومندانان به په تورکیه کې د اردوغان تر ځانګړي کنټرول لاندې ساتل کیږي. زه یو ځل بیا له ولسمشر اردوغان څخه مننه کوم.»

ولادیمیر زیلینسکي زیاته کړه چې دوی د تبادلې په بدل کې ۵۵ سرتیري روسیې ته استولي دي.

له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د بندیانو په تبادله کې د تورکیې د منځګړیتوب له امله مننه وکړه.

سلیوان په خپل ټویټر پاڼه  کې دا څرګندونې وکړې.

"زه د تورکیې له حکومت څخه مننه کوم چې د غلې دانې په د لیږد په پروسه  کې یې د رهبرۍ او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو په تبادله کې منځګړیتوب کړی دی."



اړوند خبرونه