اوکراین د روسیې لخوا د سفربرۍ د پریکړې د اعلانولو په اړه لومړنی غبرګون

اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا په هیواد کې د قسمي پوځي سفربري د اعلانولو د پریکړې په اړه څرګندونې وکړې.

1882735
اوکراین  د روسیې لخوا  د سفربرۍ د پریکړې د اعلانولو په اړه لومړنی غبرګون

اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا په هیواد کې د قسمي پوځي سفربري د اعلانولو د پریکړې په اړه څرګندونې وکړې. د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیک وویل چې د روسیې یو اړخیزه پوځي سفربري د حیرانتیا وړ پرمختګ نه دی او دا پریکړه ددې ښکارندويي کوي چې جګړه د مسکو د پلان سره سم پر مخ نده روانه. په داسې حال کې چې د روسیې لخوا د پوځي سفربري  د اعلانولو د پریکړې په اړه غبرګونونه دوام لري ، د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي دي چې د روسیې د ولسمشر د سفربرۍ پریکړه  او ګواښونه باید جدي  ونیول شي. هغه ویلي دي چې پوتین لویدیځ ته ښکاره خبرداری ورکړی دی چې ډیرې زیاتې وسلې لري چې دا خبره ډارونکې ده او کیدای شي چې ډیر بد عواقب ولري.

په اوکراین کې د امریکا سفیرې برجیت برنک په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې د روسیې لخوا د قسمي سفربرۍ  د پریکړې نه  د 'کمزورۍ په توګه یادونه کړې او ویلي یې دي، "جعلي ټولپوښتنه او د سفربرۍ پرېکړه د روسیې د ناکامۍ نښې دي.

هغې ویلي دي چې امریکا به هیڅکله هم ددې جعلي ټولپوښتنو پایلې په رسمیت ونه پیژني  او تر پایه به د اوکراین ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه