د روسیې د لومړي ځل لپاره د اوکراین سره په روانه جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

د روسيې د دفاع وزیر : روسیه یواځې د اوکراین سره نه بلکې د ټول لویدیځ سره په جګړه کې ښکیل ده

1882517
د روسیې د لومړي ځل لپاره د اوکراین سره په روانه جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

د روسیې د لومړي ځل لپاره د اوکراین سره په روانه جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

 د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، د اوکراین په جګړه کې ۵۹۳۷ روسي پوځیان وژل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزیر په پلازمېنه مسکو کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د اوکراین د جګړې په اړه چې د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې روانه ده، څرګندونې وکړې.

سرګي شویګو ټینګار وکړ چې هیواد یې نه یواځې له اوکراین سره بلکې له ټول لویدیځ سره په جګړه کې دی.

شویګو د ولسمشر ولادیمیر پوتین  لخوا د قسمي پوځي سفربرۍ د اعلان په اړه وویل ، چې هغه څوک د ددې سفربرۍ  تابع دي  چې نظامي خدمت یې کړی وي ، ځانګړي نظامي روزنه یې ترلاسه کړې وي  او یا نظامي تجربه ولري.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل "هغه کسان چې وظیفې ته بلل کیږي کیدی شي یو سلنه يي د جګړې کرښو واستول شي، هغه زیاته کړه دا کسان به  د چمتو کولو لپاره لومړی نظامي روزنه ترلاسه کړي.

سرګي شویګو همدا راز اعلان وکړ چې د روسیې پوځ په اوکراین کې د «ځانګړو پوځي عملیاتو» په ترڅ کې ۵۹۳۷ سرتیري له لاسه ورکړي دي.



اړوند خبرونه