د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانود وروستیو نښتو نه وروسته د لومړي ځل لپاره لیدنه وکړه
په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړې زیاتې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ تماس د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شو.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړې زیاتې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ تماس د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف او د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر اررات میرزویان سره چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي وکتل.
انتوني بلینکن له غونډې مخکې خبریالانو ته د لنډې وینا په ترڅ کې وویل چې د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره په وروستۍ کتنه کې دواړو مشرانو ورته ویلي چې سولې ته چمتو دي.
بلینکن زیاته کړه "پیاوړې، دوامداره ډیپلوماټیک ښکیلتیا د ټولو لپاره غوره لاره ده. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اختلافاتو لپاره نظامي حل شتون نلري. مګر زه فکر کوم چې د تلپاتې سولې لپاره یوه لاره شتون لري چې د ډیپلوماسۍ له لارې اختلافات حل کړي. هرڅه چې کولی شي د دې هڅو ملاتړ وکړي."
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستيو تاوتريخوالي وروسته بلينکن له ښکېلو غاړو سره په لومړۍ ليدنه کې د هغو کسانو په اړه خواخوږي څرګنده کړه، چې په جګړه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نورو جګړو په مخنیوي او د سولې پروسې ته د راستنیدو په اړه وزیر بلینکن له خپلو همکارانو سره خبرې وکړې چې راتلونکی ګام به څه وي او دواړه وزیران یې وهڅول چې د دې میاشتې تر پایه یو ځل بیا سره وګوري.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.