په چین کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین په سویل لویدیځ کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوې

1881217
په چین کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په چین کې د ټرافیکي  پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د چین  په سویل لویدیځ کې د ګویژو ایالت د ساندو شوای په خودمختاره سیمه کې د یو مساپروړونکې بس موټر د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یاد شوي ایالت مسئولینو ویلي دي  چې د ساندو شوای په سیمه کې د بس موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه او تر شلو تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د بس موټر د چپه کیدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.


پيوندونه: #ټرافیکي پيښه , #چین

اړوند خبرونه