د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان د ولسمشر علي یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ددې ټیلیفوني خبرو اصلي اجنډا د ارمنستان او اذربایجان پر پوله کې کړکېچ وو.
د اذربایجان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره په ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان او اذربایجان پر پوله د کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف پدې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د پولې پر سر تاوتریخوالی د ارمنستان له خوا د پراخو تحرکاتو په پایله کې رامنځ ته شوی او له همدې امله مسوولیت په بشپړه توګه د ارمنستان د سیاسي او پوځي ادارې په غاړه دی.
بلینکن یادونه وکړه چې امریکا متحده ایالتونه به په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. علی یف ټینګار وکړ چې اذربایجان د سولې له اجنډا څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د هڅو دوام اهمیت لري.