د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه درنده وسله وال نښته شوې.

اذربایجان او ارمنستان ځواکونو یو ځل بیا په پوله کې نښته کړې

1879214
د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه درنده وسله وال نښته شوې.

د اذربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه درنده وسله وال نښته شوې.

 د اذربایجان د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سپټمبر د ۱۲مې نېټې په شپه د ارمنستان وسله والو ځواکونو د اذربایجان – ارمنستان په پوله د دشکسین، کلبازار او لاچین په سیمو کې په پراخه پیمانه پاروونکي تحرکات ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه  کې ويل شوي دي چې ارمنستان پوځيانو چې په سيمه کې له غرنيو سيمو، تيارو او سيندونو څخه په ګټې اخيستنې د آذربايجان د اردو د قطعاتو او د اکمالاتي لارو په منځ کې په بيلابيلو لارو کې د ماينونو د ښخولو هڅه کوله کشف شول. وروسته  د اذربایجان د پوځیانو د مداخلې سره نښته رامنځ ته شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې سربیره پردې، د ارمنستان د وسله والو ځواکونو واحدونو د باقرکیر، استیسو، کاراکیلیس او ګورس ښارګوټو نه  په تاش کیسن، کلبیجر او لاچین ولایتونو کې د اذربایجان د ځواکونو پر پوستو او پوځي تاسیساتو د توپخانې او هاوان بریدونه کړي چې په نتیجه کې ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

ددې په مقابل کې د آذربايجان د پوځ واحدونو چې په دې لاره کې ګمارل شوي دي د ارمني وسله والو ځواکونو د ډزو د نقطو د خاموشولو او د پوځي جګړې د پراخيدو د مخنيوي لپاره لازم  تدبيرونه نيولي او د ارمنستان پر پوځي نقطو يي ځوابي بریدونه کړي چې په نتیجه کې ارمنستان لورې ته د پام وړ ځاني زیانونه اړولي دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان کړی چې ددې نښتو یواځنی مسئول ارمنستان دی. د وروستي وضعیت په اړه به معلومات وروسته شریک کړي.

د بله پلوه ویل کیږي چې اذربایجان او ارمنستان ترمنځه ددې سختې نښتې نه وروسته اوربند شوی دی.



اړوند خبرونه