لیز تروس د انګلستان دریمه ښځینه لومړۍ وزیره شوه

په بريتانيا کې د واکمن محافظه کار ګوند د مشرې په توګه ټاکل شوې ليز تروس د دغه هېواد نوې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

1876039
لیز تروس د انګلستان دریمه ښځینه لومړۍ وزیره شوه

په بريتانيا کې د واکمن محافظه کار ګوند د مشرې په توګه  ټاکل شوې ليز تروس د دغه هېواد نوې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

د انګلستان د پارلمان وکیل  سر ګراهام بریډي چې د ، د "۱۹۲۲ کمیټې" رئیس، دی او  ګوند کې د مشرتابه د ټاکنې او د مشر د ګوښه کولو پروسې چارې پرمخ وړي، پلازمینه لندن کې  د ملکې دویمې الیزابیت کنفرانس په مرکز کې د ګوند د غړو د رایې پایلې اعلان کړې.

 د اعلان شوو پایلو له مخې  په رای اچونه کې لیز تروس ۸۱ زره ۳۲۶ رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هغې سیال رشي سناک بیا د ۶۰ زره ۳۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې بایللي دي.

په دې توګه تروس چې د واکمن محافظه کار ګوند مشري وګټله  د هیواد د نوې  لومړۍ وزیرې په توګه هم وټاکل شوه.  لومړی وزیر بوریس جانسن به سبا خپله استعفا ملکې دویمې  الیزابیت ته وړاندې کړي . د جانس د استعفا نه وروسته  به تروس د نوي حکومت جوړولو لپاره د ملکې څخه واک ترلاسه کړي.  د ویلو ده چې د انګلستان ملکه د رخصتۍ لپاره سکاټلنډ ته تللې ده. لومړی وزیر جانسن او د هغه ځای ناستې لیز تروس به په سکاټلنډ کې د ملکې سره وګوري.

له ملکې سره تر لیدو وروسته به نوی لومړی وزیر تروس بېرته پلازمېنې لندن ته راستنه شي او هلته به وینا وکړي.

لیز تروس هم تمه کیږي چې سبا به نوې کابینه اعلان کړي. بوریس جانسن د جولای په اوومه اعلان وکړ چې هغه د واکمن محافظه کار ګوند له مشرۍ څخه استعفا کړې او دا چې د نوي مشر تر ټاکل کیدو پورې به د لومړي وزیر په توګه دوام وکړي.



اړوند خبرونه