د ارجنټاین د ولسمشر مرستیاله د یو وسله وال برید د هڅې نه روغه رمټه وژغورل شوه.
د ارجنټاین د ولسمشر مرستیاله کریسټینا فرنانډیز ډی کرشنر د یو وسله وال برید د هڅې نه روغه رمټه وژغورل شوه.
د ارجنټاین د ولسمشر مرستیاله کریسټینا فرنانډیز ډی کرشنر د یو وسله وال برید د هڅې نه روغه رمټه وژغورل شوه.
په هغو ویدیويي فلم کې چې د پېښې په اړه په سیمه ییزو رسنیو کې خپور شو، لیدل کېږي چې یو کس د ولسمشر مرستیاله کور ته له ننوتو مخکې خپلو پلویانو سره د خبرو او د هغوې نه د مننې کولو پرمهال د تبانچې سره د ویشتلو هڅه کوي خو د هغه د ساتونکې د مداخلې او تبانچې د نښلیدو له امله هغه روغه رمټه ژغورل کیږي.
د ارجنټاین د امنیت وزیر انیبال فرنانډیز د C5N چینل ته په یوه بیان کې وویل چې برید کوونکی نیول شوی او وسلې یې د څیړولو لپاره لیږل شوي.
د ارجنټاین د ملي تلویزیون د خبر له مخې نیول شوی ۳۵ کلن برید کوونکی ددینه مخکې هم په ناقانونه توګه د وسلې د انتقال په جرم نیول شوی وو. هغه جرمي سابقه مه لري.
په ویدیو کې ښکاري چې بریدګر تبانچه د ولسمشر په مرستیالې د ډیرې نږدې مصافې نه د برید هڅه کوي خو تبانچه ډزه نه کوي.
د ویلو ده چې د ارجنټاین د ولسمشر مرستیال تیره اونۍ د محکمې لخوا د اداري فساد په تور په ۱۲ کاله بند محکومه شوه چې د هغه نیټې نه راپدیخوا د هغه پلویان هره ورځ د هغه د کور مخې ته راټولیږي او د هغه پر ملاتړ لاریون او مظاهرې کوي.