امریکا : روسیه په پام کې لري چې د اوکراین ځیني سیمې چې نیولي يي دي د خپلې خاورې سره یو ځای کړي

امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې ښايي روسیه په اوکراین کې هغه سیمې چې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي د رسمي کولو لپاره ټولپوښتنه وکړي.

1872151

دا خبره  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي کړې ده .

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  روسیه د اوکراین د ځینو سیمو د الحاق پلان ته دوام ورکوي. "موږ پوهیږو چې په روسیه کې حکومت د جعلي او تقلبي ټولپوښتنې امر کړی. په ځانګړې توګه د اوکراین په خارکیف ښار کې.

کیدای شي چې د دې ټولپوښتنې لپاره چمتووالی په څو ورځو یا اونیو کې پیل شي.

په لوی احتمال سره چې د دې اونۍ تر پای مخکې په دې اړه د روسیې اعلان واورو." کربي د دې خبرې به  ټینګار سره  وویل چې امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه موافقه کوي چې د اوکراین  د خاورې هیڅ ډول الحاق به ونه منل شي. "موږ اټکل کوو چې روسیه به د دې ټولپوښتنې په پایلو کې لاسوهنې هڅه وکړي . روسیه  درواغ وايي چې د اوکراین خلک غواړي له روسیې سره یوځای شي.

دا خورا مهمه ده چې په سمدستي توګه د دې ناسمو معلوماتو مخالفت وشي. هر هغه بیان چې د اوکراین خلک غواړي له روسیې سره یوځای شي، په بشپړ ډول ریښتیا ندي. په تیرو شپږو میاشتو کې د اوکراین خلکو په څرګنده وښودله چې دوی د روسیې پر ضد دي.

اړوند خبرونه