امریکا د اوکراین سره خپله تر ټولو ډیره مرسته اعلان کړه
امریکايي چارواکو ویلي چې د بایډن اداره به د راتلونکو کلونو لپاره د اوکراین د ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره د درې میلیارد ډالرو مرستې بسته اعلان کړي.
1871829
امریکايي چارواکو ویلي چې د بایډن اداره به د راتلونکو کلونو لپاره د اوکراین د ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره د درې میلیارد ډالرو مرستې بسته اعلان کړي.
د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړی له پیل راهیسي د اوکراین سره دا د امریکا د مرستو تر ټولو ستر مالي ملاتړې بسته ده . همداشان امریکا دا بسته نن چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې سره سمون خوري اعلان کړه.
د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین سره خپله ستره مالي مرسته کوي. د درې میلیارد ډالرو بسته چې په یو وخت کې ورکول کیږي، د اوکراین لخوا به د وسلو په رسولو کې وکارول شي.
په اسوشیتید پرس نیوز د خبر له مخې، چارواکي د دې مسلې په اړه پوهه لري، د پخوانیو ډیرو برعکس، دا بسته په لویه کچه د اوکراین سره د منځني او اوږدمهاله دفاع په ساتنه کې مرسته کول دي.