د ټایوان مشره : زمونږ سمندري ځواکونو د چین د جنګي بیړیو ځورونو ته ډیر په زړورتیا ځواب ورکړ

د تایوان مشرې تاسي انګ وین وویل "زمونږ سمندري ځواکونو د چینايي جنګي بېړیو ځورونې ته په نه جبرانېدونکي زړورتیا او زغم سره ځواب ورکړ

1869948
د ټایوان مشره : زمونږ سمندري ځواکونو د چین د جنګي بیړیو ځورونو ته ډیر په زړورتیا ځواب ورکړ

د تایوان مشرې تاسي انګ وین وویل "زموږ سمندري ځواکونو د چینايي جنګي بېړیو ځورونې ته په نه جبرانېدونکي زړورتیا او زغم سره ځواب ورکړ.

په داسې حال کې چې د چین او تایوان ترمنځ تاوتریخوالی، تایوان ته د امریکا د استازو مجلس د مشرې نانسي پلوسي د سفر نه وروسته  پیل شوی او  دوام لري، د چینايي جنګي کښتیو نوي انځورونه راڅرګند شوي دي چې د ټایوان جنګي کښتیو ته ډیر زیات نږدې شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې پرون د تایوان مشرې  سای انګ وین لخوا شریکه شوې چینایي جنګي کښتۍ د تایوان سمندري ځواکونو ته په خطرناک ډول نږدې لیدل شوې. هغې ددې ویدیو د شریکولو سره  د تایوان پوځ ته د ملاتړ پیغام ورکړی دی.

د چين د جنګي بېړيو د خطرناکې تګلارې نه وروسته  د تايوان ١٢ جنګي بېړۍ او ٢٨٠٠ سمندري سرتېري سيمې ته واستول شول.

سای انګ وین وویل، "زموږ سمندري ځواکونو په نه ستړي کیدونکي زړورتیا او زغم سره د ځورونې ځواب ورکړ." د امريکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د بيجينګ له ټولو خبرداریو سره سره، د خپل اسيايي سفر د يوې برخې په توګه د اګست د میاشتې  په دویمه نېټه له تايوان څخه ليدنه وکړه.

د چين پوځ د دې ليدنې په غبرګون کې د تايوان تنګي په شاوخوا سيمو کې د رښتینو وسلو او مهماتو  تمرينونه تر سره کړل. د چین ادارې هم پر پلوسي د بندیزونو د لګولو پرېکړه وکړه او د چین او امریکا د دفاع وزارتونو او پوځونو ترمنځ یې سلا مشورې بندې کړې. چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي. په داسې حال کې چې د چین حکومت غواړي د تایوان اداره د "سوله ایز یووالي" تر نامه لاندې ونیسي، دا ویلي چې د دې هدف لپاره به د ځواک کارولو څخه ډډه وکړي. بیجینګ هم له تایوان سره د نورو هیوادونو رسمي تماس د "له حاکمیت څخه سرغړونه" ګڼي.



اړوند خبرونه