د صربستان ولسمشر : "موږ د سولې، ثبات او خپل هیواد لپاره جګړه کوو.
د صربستان او کوسووا د مشرانو ترمنځه غونډه پرته د کومې نتیجې پایته ورسیده

د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ د یکشنبې په ورځ په صربستان کې جوړیدونکې غونډه کې د کوسووايي صربیانو استازو ته د ګډون بلنه ورکړه.
د صربستان ولسمشر ووچیچ پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې په منځګړتوب او نوښت د کوسوو له لومړي وزیر البین کورتي سره ولیدل. هغه د لیدنې نه وروسته، د کوسووايي صربیانو استازو ته د راتلونکې یکشنبې په ورځ په بلګراد کې جوړیدونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
ووچیچ د البین کورتي سره د لیدو وروسته د خپل ټولنیز میډیا حساب له لارې د ویډیو په خپرولو سره وویل "موږ د سولې، ثبات او خپل هیواد لپاره جګړه کوو او زه صربستان ته د بیرته ستنیدو لپاره بې صبرانه انتظار باسم."
د صربستان ولسمشر ووچیچ او د کوسووا لومړي وزیر کورتي پرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له خوا په لاره اچول شوې غونډه کې د دواړو خواوو ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې کوم پرمختګ ونه کړ.
کورتي او ووچیچ د اروپایی ټولنې د بهرنیو چارو او امنیت پالیسۍ لپاره د عالي استازې جوزپ بوریل په ګډون کې سره ولیدل.
د ویلو ده چې د صربستان او کوسووا ترمنځه اړیکې وروسته له هغه ښې پسې ترینګلې شوې چې کوسووا حکومت په هیواد کې میشتو صربیانو په ګډون ټولو وګړو ته د کوسووا پيژند پاڼې او د موټرو لپاره د کوسووا د لمبر پلیټ د اخیستو پریکړه وکړه.
د کوسووا د حکومت ددې پریکړې نه وروسته پدې هیواد کې میشتو صربیانو پر مظاهرو لاس پورې او د هیواد شمالي پولې وتړلې. د کوسووا حکومت مجبور شو چې دا پریکړه وځنډوي.
د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیت د پالیسۍ عالي استازي جوزیف بوریل له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، غونډې له شپږو ساعتونو څخه ډیر دوام وکړ. هغه وویل چې دوی د صربستان او کوسووا ترمنځ د اړیکو عادي کولو پروسې په اړه کومه نتیجه ترلاسه نکړه. پداسې حال کې چې کوسووا په ۲۰۰۸ کال کې خپله خپلواکي اعلان کړې ده خو صربستان کوسووا اوس هم د خپلې خاورې په توګه ګڼي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د ناټو سازمان مشر ستولتنبرګ هم دواړو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې بې ثباتۍ ته د لمن وهلو نه ډډه وکړي. هغه ګواښ وکړ چې د اړتیا په صورت کې به په سیمه کې د ناټو سوله ساتې ځواکونه مداخلي وکړي. د سیمې د سولې ، ثبات او امنیت په خاطر مذاخلې ته چمتو دی.
اړوند خبرونه

د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا په سواحلو کې د یوې اونۍ په دننه کې دویمه ایراني کښتۍ د سمندري غلو لخوا وتښتول شوه